ارزښتونه

په افغانستان کې د سولې او یووالي د تأمین لپاره بشري حقونو، قانون حاکمیت او ډیموکراسۍ ته وده ورکول. په افغانانو کې د هېواد پالنې د احساس پیاوړي کول، مدني هویت یا مدني پېژندنې ته ژمنتیا او د افغانستان دولت ته وفاداري. د داسې سوله ییز چاپېریال رامنځته کول چې په هغه کې هر افغان وګړی د خپلې ژبې، جنسیت او یا توکمیز میراث په پام کې نیولو پرته د مذهب ازادۍ، د بیان ازادۍ او د سوله ییزو غونډو له لارې د خپلو حقونو د غوښتلو حق ولري.