د مطلق افغانیت تګلاره

پان افغانېزم

واټن، زړورتیا، نوښت

زمونږ په اړه

اوفا په ۲۰۲۲ م کال کې د ولسي مدني فعالانو لخوا رامنځ ته شوه، څو د هېواد اړینې لاسته راوړنې وساتي او همدارنګه په افغانستان کې د يو څو ګونديز اصل پر بنسټ ولاړ جمهوري نظام لپاره يو ځل بيا لاره هواره کړي.
مونږ په ولسواکۍ باور لرو او د هر ډول تاوتریخوالي، زور او تبعیض مخالف يو.
مونږ ددې لپاره راټول شوي يو، چې د افغانستان ولسي مدني فعالانو، افغان ډيسپورا او مدني ټولنو ترمنځ يووالي رامنځته کړو؛ زمونږ مبارزه د انساني کرامت او د خپل برخليک ټاکلو حق لپاره ده.

ماموریت

(اوفا) بیداره او روڼ اندي افغان ځوانان د پان افغانیزم ارمانونو د ترویجولو لپاره سره راټولوي او تنظیموي، چې دا عمل د (مطلق افغانیت سټراټیژي) په نوم یادیږي او د ملي حاکمیت د کړنو د لارې چارې د بدلون او د څو توکمیزه نظام د را ستنېدو لپاره به ترې ګټه واخلي .

لید

د افغانستان لپاره د (اوفا OFA) لیدلوری لاهم افغانی دی. د یو خوځنده اقتصاد او د څوګوني او څوتوکمیزه (هغه جوړښت چې د افغاني ماهیت او معنوي او فرهنګي ارزښتونو پر بنسټ را منځته شوی وي) سیاست لرونکي وي، او د ملي ځواک درلودونکی چې په ور ته مهال په سیمه ییزه او نړیواله توګه له ښو اړیکو برخمن وي.

● رغنده اقتصادي حالت

افغانستان د سازماني، صنعتي او ټکنالوژۍ په مهارتونو سره او د کارموندنې، د څوګونو اغيزو رامنځته کولو او په بسپنه کوونکو پورې د تکیا راکمولو لپاره د بازار پر محور جوړ منظم خصوصي سکتور او په عین حال کې د اسيا په زړه کې د سوداګرۍ، ټرانزیټ او اقتصادي يووالی په سرلیک خپل نقش لوبول او له سهيلي آسیا سره له انرژی شمتنې او ډکې مرکزي آسيا نښلول.

● له سیاسي پلوه کثرت گرا

افغانستان د جمهوري نظام او اساسي قانون څښتن؛ د ملي حاکمیت درلودونکی د یو موټي ملت په توګه د پرېکړو د پلي کولو انعطاف وړ او نړیوالو قوانینو په تړاو خپلو مکلفیتونو ته ژمن دی او هغه پلي کوي؛ او د اخلاقي خپلواکۍ، انفرادیت، او د ټولنیز نظم د ستونزو حل کولو توان ولري چې د ټولنیز قرارداد په پایله کې د ډیموکراتیکو وسیلو څخه )د بیلګې په توګه، د څارنې او بنسټیزه
انډول نظام، او د حقونو او سیاسي مشارکت څخه ملاتړ، چې د افغانانو له ذهني، مذهبي عقیدې، دودیزو او معنوي ارزښتونو سره سمون ولري( د خلکو او د دوی دولت تر منځ بیا ورغول شي. له بله پلوه هڅه وشي ترڅو د قضایي استبداد، فیوډالېزم ، شخصي ګټې لټولو او زور کارولو لپاره زمینه برابره نه شي، ځکه چې دا ډول ستونزې او ناخوالې کولای شي، د دولت پر اغېزمنتیا او ګټورتیا ناوړه او بدې اغېزې وکړي.

● ملي پیاوړتیا

افغانستان د داخلي ثبات لرونکی، د خوندي سرحدونو تر منځ د ملي یووالي څخه د ساتنې او دفاع وړتیا درلودونکی، له سټراټيژیکو ګټو څخه برخمن )د بیلګې په توګه هغو زېرمو ته د دښمن د لاسرسي مخنیوی، چې د واک او ملي هوساینې لپاره خورا اړین دي(، له ګواښونو خوندي، له دسېسو او توطیو یا د نورو هیوادونو لخوا په داخلي چارو کې له لاسوهنو امن؛ او په ورته وخت کې د حکومت او ملي شخصیتونو لخوا د مدبرانه، ځیرکانه او ګړندۍ پریکړې کولو له لارې وپیژندل شي، تر څو د بهرنیو ملاتړو، شریکانو او نړیوالې ټولنې سره د پراخو اړیکو څخه په ګټې اخېستنې به یې خپلواکي او پایښت خوندي او تضمین کړای شي.

د بریالیتوب نظریه

۱- (اوفا) د مطلق افغانیت/پان-افغانیزم د کړنلارو او تګلارو فکر او طریقې (لکه څنګه چې په اصولو کې تعریف شوې) رایجوي او کاروي، چې زموږ د هیوادوالو لپاره به د پراخو معلوماتو او خدمتونو تبادلې سره مل وي. اوفا) د مسلو ټولو اړخونو ته له سټراټيژیک نظره ګوري او هغه د افغانانو پر زړونو او ذهنونو د پوهیدو وړ طریقه وړاندې کوي ترڅو د افغانستان لپاره د هېوادپالو افغانانو انګیزه، وړتیا او ظرفیت لوړ او بسیج کړي. په ورته وخت کې به نظریات، نورمونه، او نوي بحثونه (په ځانګړې توګه، د مدني هویت سره د هېواد پالنې وده او ترویج او څوګوني ګوندیز جمهوریت ته وفاداري) وړاندې، او د بین الافغاني پالیسۍ خبرې به پکې شاملې وي.

۲ – اوفا) به د عامه ډیپلوماسۍ کمپاینونه په بې ساري، جراتمندانه، او سټراټیژیک نوښت او فعالیت سره پلي کړي،
د افشاء کولو، شرمولو او مطبوعاتي مجازاتو سره یو ځای د اقتصادي بندیزونو هڅول،
د باور او کار وړ سیاسي معلوماتو/اطلاعاتو تولیدول او هغو ځایونو ته یې خپرول چې شوني ده د افغانستان د خلکو په منځ کې لوی اغېز یا تأثیر ولري،
د ناوړه پروپاګنډ او ناسمو پیغامونو او همدارنګه هغه کاذب روایتونو او داستانونو مخنیوي وکړی،
د ټولو قانوني لارو چارو او وسېلو په کارولو سره د افغانستان د ځمکنۍ بشپړتیا پر ضد د کړنو او فعالیتونو مخه ونیسي او نړیوالو بنسټونو ته به یې افشاء کړي.

۳ – تیوریسانان (نظریه ویوونکي) سره راټول او د اړتیا په صورت کې به هغوی ته روزنه ورکړي چې د افغانستان د راتلونکي په اړه په اوږده لر لید کې په لوړه او تخلیقي توګه ژور فکر وکړي، په ګډه به (د پخوانیو ناکامو میتودونو، پاشل شویو فکرونو او مات شویو تمثیلونوپر ځای )د یوه نوي فکر په ډول او د افغانستان د روښانه راتلونکي لپاره د نوي فصل د پرانېستلو لپاره ګام پورته کړي.
(اوفا) کورنۍ ټول غړي به د افغانستان په اړه د دې بهیر/پروسې د فعالیتونو لوړه پېژندنه او ستاینه کوي. د(اوفا) په هره کړنه او عمل کې به د پان افغانېزم پر فکر د ټينګښت تأکید او ټینګار کیږي