له مونږ سره اړیکه

مونږ ته پیام پریږدی

1 + 4 =

له موږ سره په اړیکه کې شئ

وړیا وړیا

ایمیل

پرله پسې پوښتنې

پان افغانېزم څه دی؟
د اوفا پان-افغانیزم یوه اخلاقي دوکتورین ده چې د ټولنیز هویت، د ټولنیز مشارکت، د ټولنیزو زده کړو، او د یوه پیاوړي مرکزي جمهوریت لپاره د ژمنتیا غوښتونکی دی.

په دې اخلاقي دوکتورین کې هر افغان مساوي حقوق لري. توکم ، د زېږېدو ځای، او ژبه چې ور باندې خبرې کوي د هر راز توپیر څخه خوندي دی.

اوفا څه ده؟
اوفا په ۲۰۲۲ م کال کې د ولسي مدني فعالانو لخوا رامنځ ته شوه، څو د هېواد اړینې لاسته راوړنې وساتي او همدارنګه په افغانستان کې د يو څو ګونديز اصل پر بنسټ ولاړ جمهوري نظام لپاره يو ځل بيا لاره هواره کړي.
مونږ په ولسواکۍ باور لرو او د هر ډول تاوتریخوالي، زور او تبعیض مخالف يو.
مونږ ددې لپاره راټول شوي يو، چې د افغانستان ولسي مدني فعالانو، افغان ډيسپورا او مدني ټولنو ترمنځ يووالي رامنځته کړو؛ زمونږ مبارزه د انساني کرامت او د خپل برخليک ټاکلو حق لپاره ده.
د اوفا ماموریت څه دی؟
(اوفا) ويښ او روڼ اندي افغانان د پان افغانېزم لرلیدونو د دودولو، نښلولو او تنظیمولو يوه پراخه شبکه ده، چې پکې افغان متفکرین د پان افغانېزم قضیې ته وده ورکوي – کوم ته چې مونږ د پان افغانیزم لاره وايو- ترڅو په ډير سخته ترلاسه شوې لاسته راوړنې وساتل شي؛ د ملي حاکمیت تمرين کلک شي او څو ګونديز اصل پر بنسټ ولاړ نظام ته د
بېرته را ستنېدو لاره هواره شي.
د اوفا لرلید څه دی؟
اوفا یو رغنده اقتصاد او د څو ګونديز اصل پر بنسټ ولاړ نظام کوم چې د افغاني ذهنیت، روحیې، کلتوري ارزښتونو او افغانستان ملي پياوړتيا سره اړخ لګوي وده ورکوي – چې د سیمې او نړۍ له غوره اړيکو څخه به برخمن وي.
له اوفا سره څنګه اړیکه نېولی شئ؟